IQNA

 په لویدیځي غاړې کې دصهیونیسټانو په ډزو کې ۴فلسطینیان شهیدان شول

13:50 - May 05, 2023
د خبر لمبر: 3487288
ایکنا-(تهران) د فلسطین د سرې میاشتې د ایمر جنسي مرکز مدیر احمد جبریل ووئيل،د صهیونیسټانو په حملو کې ۱۶۶فلسطینی ښاریز ټپیان شوي او  او دغه راز ۱۵۲نور هم د اوښلن ګیسو له امله اغیزمن شوي دي.

ایکنا د العالم له قوله راپور ورکړی،د فلسطین دلویدیځي غاړې په مختلفو سیمو باندې د وحشي صهیونیسټي رژيم د پوځیانو او صهیونیسټ  میشته ښارګوټو د اوسیدونکو صهیونیسټانو د حملو په دوام کې په تیرو ۲۴ساعتونو کې څلور فلسطنییان شهیدان او په لسګونو نور ټپیان او نیول شوي دي.

په نابلس  باندې  دصهیونیسټي پوځيانو په حملې یوه پيغله جینۍ او درې زلمیان شهیدان او څونور کسان هم  ټپیان شوي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي،همدرااز د فلسطینیو ځوانانو او جنایتکارو صهیونیسټانو په اخ وډب کې هم په لسګونو فلسطیني ځوانان نیول شوي هم دي .

د فلسطین د سرې میاشتې د ایمرجنسي مرکزمدیراحمدجبریل ووئيل،د صهیونیسټانو په حملوکې ۱۶۶فلسطینی ښاریز ټپیان شوي او دغه راز ۱۵۲نور هم د اوښلن ګیسو له امله اغیزمن شوي دي.

وحشي صهیونیسټي پوځیانو د بیت الحم په شاوخوا کې په  الوجله کلي کې په یوه ریستوران باندې  په  یوه تیریګر اقدام کې پلټنې وکړې او دغه ریستوران ئې په کنډوالې بدل کړ. نیواکګر صهیونیسټي پوځیانو همداراز د پرله پسې دیارلسمې ورځې لپاره داریحا ښار  کلابندۍ ته دوام ورکړی دی او د ښار په اصلي لارو کې ئې په پلټونکو پستو جوړولو سره د فلسطینیو ښاریزو د ګاډو تګ راتګ کې ئې محدودیّتونه  رامینځةکړي دي . دغه راز له قدس ښاره رارسیدلی راپورونه هم ښئ چې  په الاقصی جومات د صهیونیسټانو  تیري او دغه راز په دغه سپيڅلي ځاي کې د دوي دلمسؤنکي چلندونه هماغه راز دوام لري  او  دا تیري د صهیونیسټي پوځيانو په ملاتړ سره ترسره کيږي.

https://iqna.ir/fa/news/4138634/

captcha